Banner

هغه ځواني مرګ شو

20.02.2007 18:59

د تنكيو  ارماونونو او تاندوهيلو ډك ځوان
هغه چې د خپل ژوند په اوږدو كې يې څوك ازار كړى نه وو.
هغه چې د بدۍ لاس يې  چاته اوږد شوى نه وۀ.
هغه چې په نو راني څيره كې يې اُلفت له ورايه ځليده.

هغه چې په ورين تندي به يې د دوسستۍ رنګونه يوتربل غاړه وتل.
هغه چې هميشه به يې  موسكا پر گلابي شنډو نڅيده.  
هغه چې يومينه پالونكى انسان وو.
هغه چې آرمانونو يې غزيدلو ته ځانونه جوړ كړي وو،او د تاندو هيلو نيلۍ يې زين او پښه يې په ركاب ايښې وه.
(محمد آمير جان )يادووم
     دا ځواني مرګ  را ټوكيدلاى، سپړيدلاى او رژيدلاى ګل د  افغانستان  د خوست ولايت  د يعقوبيو ولسوالۍ  د سبزه كلى
 او سيدونكى د حا جي داور جان  سبزه خيل ځوى وو.
چې د ۲۰۰۶ ميلا دي كال د سپتمبر د ميا شتې په ۱۲ نيټه د سه شبې د ورځې په يو رنګين مازديګر چې زرينو وړانګو يې نړۍ روښانه كړې وه او د چينا رونو سر ته ختلى وۀ ،لكه يو چا باندې چې زيرى كوي. چې په همدې مازديګر د ځوان امير جان د ژوند د بلې شمعې د تيتدو اوازه په ټول ګاونډ كې خپره شوه.
      د ده  كورنۍ د هجرت ورځې شپې د پاكستان د دوآبې  په يو ښار ګوټى كې تيرولې، ستونزې او مشكلات ډير وو.
ځكه چې د وطن جوړ كورونه پاتې وو بس د مهاجرت ژوند وۀ.
ډيرې ستونزې يې درلو دې. خو نوموړى (محمد آمير جا ن) دغه ټولو ستونزو ته  په ډيره ايماندارۍ اوږه وركړى وه.
      څرنګه چه د دۀ ذهن او فكر ډير لوړ وو نو غوښتل يې چه د كور د كارونو تر څنګ خپل ځان په يو داسې جوهر سمبال كړي چه په ټولنه كې دښه او نيك نوم څښتن شي او ژوند په ارامه فضا كې تير كړي.او خپله جامعه د ښيرازى او پرمختګ په لور روانه كړي چه دغه جوهر د علم،پوهې او زده كړې جوهر دى.
      همدغه مينه وه چه دۀ د افغانانو په يو ابتدايه ښوونځي كې ځان شامل كړ او دغه ښوونځى يې تر دوهم ټولګي پورې بشپړ كړ. او لدې وروسته يې بيا ځان په يو شخصي ښوونځي ( دوآبه پبلك هائي سكول اينډ كالج ) كې شامل كړ.چه دغه ښوونځى د درسي پلان او يونيفارم له پلوه ډير غني وو چه په نږدې منطقې كې يې ښه شهرت درلوده.
      دۀ هم خپلې زده كړې ته په همدې ښوونځي كې ادامه وركړه او تر اتم ټولګي پورې يې ولوست . او د دې تر څنګ يې خپل فارغ وخت بې ځايه نه تيراوۀ او د وخت قدر ورته معلوم وو.
      د ښوونځي رخصتي څخه وروسته د كور كارونو تر څنګ به ئي د انګليسي ژبې او كمپيوټر زده كړه هم كوله.دغه ځوان د ژبو زده كړې ډير ليوال وو.ځكه چه مخكې مو ذكر كړل چه د ده فكر او ذهن ډير لوړ وو او انګليسي يې يوه نړيواله ژبه ګڼله نو په همدې بنا نوموړي د همدې ژبې زده كړې لپاره د دوآبې په ښارګوټي كې په يو شخصي كورس كې داخله وكړه.چه په دغه اكاډمي كې يې تر ايډوانس (۱) يا پنځم ليول پورې سميسترونه بشپړكړ او لدې وروسته يې د كمپيوټر زده كړې ته هم مخه كړه.
      ښه مې ياد دي چې دسهار۷:۱۵ بجې وې چه زه خپلې وظيفې ته روان وم اوپه محمد امير جان مې سترګې ښخې شوې،
 چه هغه هم د معمول مطابق خپل دكتابونو بكس په ښي مټ كې اچولىوو او ښوونځي ته روان وو .
         نودوخت دكمي له وجهې يې له ماسره مختصر روغ بړ وكړ او د معافي په غوښتنه له ماڅخه رخصت اوښوونځي ته روان شو . خومايې چه رنګ ته وكتل نو ډير خړ پړ،مرور،خواشينى او زړه ماتى معلوميده.او زنګيدلي او ستومانه قدمونه ئي اخستل او پريشان معلوميده لكه څوك چې د خپل كور څخه په يو لوى او لرې سفر درومي او دغه د ده له ما سره اخري روغبړ او ليدنه وه.

      خپل قدمونه ئي پوره كول او د يو بل ملګري سره په همدې ماذيګر د لوبو يو پنډغالي په لور لاړ.د ماذيګر لمر د ډوبيدو په حالت كې وو چه د لوبو له ميدان څخه د كور په لور راهي شو.
      هغه ووچې  د يو فرعي سرك څخه عمومي سرك ته د راګډيدو په  وخت كې د يو تيز رفتاره خونخوار( فلاينګ كوچ) موټر لخوا ووهل شو او د سخت ټپي كيدو وروسته ډاكټر ته د تګ په وخت كې هغه خپل ژوند ته د پاى ټكى كيښود او د تل لپاره يې لدې ستونزمنې نړۍ څخه سترګې پټې كړې
او ځان يې د تل لپاره حقيقي او هميشني دونيا ته  پناه كړ
دده پر مرګ  د همزولو مجلسونه او صحبتونه كنډو شول
خپل دروند او نه برداشت كيدونكى غم يې ټولو ملګرو ته ډالۍ كړ.
      روح يې ښاد او ياد د يې  تل وي.
     بېلتان دې دپردوپه غم شريک کړم

زوی دبل درومي اوزه ورپسې ژاړم

 

 

 

  
  


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.